مـــقــــــــــــــــــــالات ســــــــــــــــــیاســـــــــــــــــی و ادبــــــــــــی

Long Life Afghanistan Contact Me Articals Love story The Hanging of Dr. Najibullah Photo Gallery Computer Games Music Biography My Photos Dr.Najibullah Biography Flags of Afghanistan Statements Of Dr.Najibullah Afghanistan after Dr.Najibullah Dr.Najibullah Photo`s



 

آیا افغانستان یک نام جعلی است؟

میخواهم این مقاله را با سرودی آغاز نمایم

تا که این زمین و آسمان باشد

تا این جهان آباد باشد

تا که زندگی در این جهان باشد

تا که زنده یک افغان باشد

پاینده افغانستان باشد

ابیات بالا ، بندی از سرود ملی افغانستان در عهد ریاست جمهوری سردار محمد داوود است که در هر مدرسه و مکتب و در هر محفل و مجلس رسمی ، خوانده میشد و حاضرین به احترام آن به پا می ایستادند ، این سرود که طنینش تاهنوز گوش جان هر افغان را نوازش میکند ، متاسفانه برخی ها بخاطریکه چرا در آن کلمه "افغان" بکار رفته و رسم سایر اقوام بازتاب نیافته است {در حالیکه لفظ "افغان" بحیث هویت ملی برای همه باشندگان افغانستان در قوانین اساسی کشور از 1922 ببعد مسجل شده است}بر آن سرود اعتراض کردند و با دلایل غیر موجه ، سر انجام بجای آن سرود دیگری را پذیرا شدند و رسمیت دادند که بیشتر سرود مذهبی است تا یک سرود ملی .از دو سه دهه بدینسو جنجال بر سر تغییر نام افغانستان هویت ملی در برخی از حلقات روشنفکری غیر پشتون براه افتاده و بالاخره در نشرات برونمرزی از سوی قوی کوشان مدیر مسئول هفته نامه امید و از جانب لطیف پدرام مدعی ریاست جمهوری افغانستان مطرح شد . که افغانستان یعنی وطن پشتونها . بنا براین نام "افغانستان" از سایر اتنیکها سلب هویت کرده است ، پس اتنیکها نباید خود را "افغان" بگویند و برای تبیین هویت خود باید کلمه افغانستانی را بکار ببرند تا بدینوسیله نشان داده باشد که "افغان" نیستند بلکه باشنده افغانستان اند . همچنان آنها مدعی شدند که نام افغانستان یک نام جدید است و پیش از آن این سرزمین بنام "خراسان"و "آریانا" یاد میشده که سابقه آن نام ها به دوران قبل از اسلام و قبل از میلاد میرسد . پس باید نام افغانستان به "خراسان" یا "آریانا" تعویض گردد. یکی از جرایدیکه پیوسته و بلاوقفه این شیپور را از امریکا پف میکند هفته نامه امید به مدیریت آقای قوی کوشان است . لطیف پدرام ، علمبردار تعویض نام افغانستان و هویت ملی افغانها به پیشباز انتخبات ریاست حمهوری خود میگفت " افغانستان" یک نام جعلی است ........تغییر نام افغانستان به "خراسان" یا "آریانا" در میان حلقات غیر پشتون مطرح است.....اقوام غیر پشتون به این اسم را دوست داشتند و نه در ضمیر خود آن را پذیرفته بودند

2009-03-16

احمد جاوید "وفا" کابل

په تیارو کی بل مشال

     دا چې شهید ته مړنه وئیل کیږي، علت یې دا دی چې هغه د یوه سپیڅلي، د ویاړه ډک او تل پاتې ارمان دپاره د خپل سر نه دنګلی وي، ځکه نو که هغه په فزیکی توګه موجود هم نه اوسي خو په معنوي توګه د خپلې سرښندنې او د لوی ارمان سره د نه شلیدونکي تړون په برکت ژوندې او سرلوړی وي.  که د دغه معیار په نظر کې نیولو سره موږ د تیرو دوو کلونو په تاریخ نظر وزغلوؤ نو د هیواد د تاریخ په دغه تکه توره شپه کې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس شهید ډاکټر نجیب الله ډیوه بل مشال په شان ځلیري،چی په خپله پاکه وینه یې د یوه سوله ایز، مستقل، خپلواک، سمسور او د نړۍ والو په سیالی کی سیال افغانستان دستر ارمان ډیوه بله ساتلی ده، د کومی ډیوی رڼا چې د تاریخ د تر ټولو بدخول او د خطرنه ډکی سیلی په وړاندې هم د وطن پالو افغانانو په زړونو کې د امید رڼايي ژوندئ ساتلی ده.

هغه خپل ژوند وطن ته وربخښلی او د وطن په ژوند ک یې ابدی ژوند موندلی دی.   په خصوصیت سره چې سړی د هغه د ژوند په آخري کلونو کې په وطن کې د روغی جوړی او امنیت د پاره د هغه نه ستړی کیدونکی هلی ځلی او دهیواد راتلونکي ته ورپیښو خطراتو په باب د هغوی دوراندیشانه پیش بینی را یادی کړی، او د هغو په رڼا کې د افغانستان په خاوره د روانو نوی خطرناکو جګړو، وینی توئیدونو او بهرنی یرغلونو، مداخلو او جوتو تیریو باندې نظر واچوي نو دوه کاله وړاندی د هغوی د شهادت حادثه نننئ او تازه پیښه بریښي.

چې د شفق لمنو اور واخیستو  
دلمر د قتل قیصی زور واخستو

دوه کاله وړاندې چې افغانانو او نړۍ والو د کال ۱۹۹۶ د سپتامبر په اوویشتمه نیټه په کابل کې د ملل متحد په مقر کې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله او د هغوی د زلمی ورور احمدزی په ناځوانمردانه توګه د وژل کیدو خبر د د ډله ایزو رسنیو  له لاری و اوریدو نو د هغوی په زړونو د شوک، غم، کرکې او بی یقینی توری لړی خوری شوی.   هغوی په دې زړه چوونکي خبرځکه باور نه راتلو چې څنګه څوک د ملل متحد په حریم کې ناست، یو داسې میړنی رهبر او د هغه د ګل په شان ورور په داسې ظلم او قسی القلبی وژلی شي، چاچې په وطن کې د سولی او امنیت دراوستلو په تلاش کې یو ذره توان نه دی سپمولې، چاچی دجمهوری ریاست د چوکی څخه هم په دی غرض استعفا کړی ده او دسولی د ستر مبارز په توګه د چا دنقش اعتراف چی ملل متحد او ټول جهان کړی دی.   خو اوس د شهید ډاکتر د تور مخو قاتلانو په نیت او انګیزه پوهیدل ګران کار نه دی.   د افغانستان د استقلال، خپلواکی او ځمکنۍ بشپړتیا  دښمنانو د پاره دا ډیره مهمه وه چې د خپلو شومو او کرغیړنو پلانونو د عملی کولو د پاره تر ټولو اول باید هغه اصیل افغانی زعامت له مینځه یوسي چې نه خرڅیدونکی دی او نه د ځمکی په مخ له چا ویره لري.   تر ټولو مهم ټکي دا دي چې که چیرې ډاکټر نجیب الله روسان په افغانستان کې ساتلی وای نو بیا هغه سپین باز وؤ، هیچا به په هغه باندې غرض نه وی لرلی.   مشکل له دی امله پیښ شو چې هغه په ډیر لوړ تدبیر، حکمت او هوښیارئ سره روسان له افغانستان نه وایستل، او په افغانستان کې یې دیوه داسې مستقل او خپلواک ملی دولت بنسټ کیښود چې د افغانستان د نږدی کلونو په تاریخ کې یې ساری نه درلود.

نو هم دغه وه چې د شرق او غرب او دلرې او نژدې ټول زاړه او نوی استعمار ګران او پراختیا غوښتونکی د دغه مستقل ملی او دموکراتیک سیاسی نظام او د هغه د مؤسس دښمنان شول او کومه دسیسه، مداخله او څرګند تیری وو چې دوی او نه کړو.    دوی د شهید ډاکتر نجیب الله د وینی تږی وو ځکه چې هغه افغانستان دروسانو نه خلاص کړو خو د بل چا په ځولۍ کې یې ونه غورزولوـ   د هغو شیطانی خارجی دښمنانو قهر او غضب د لیدلو وړ وؤ چا چې د شوروی قواؤ د وتلو نه پس په دریو هفتو کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د سقوط پیش بینی کړی وه، خو دوی دغه حکومت دری کاله وروستو هم موجود ولیدو.   دا د افغانستان د هغو تاریخی دښمنانو دپاره د زغم وړ خبره نه وه، څوک چې تل په افغانستان باندی د خیټی اچولو په لټه کې وو او چا چې د انګلیسی استعمار د وارثانو په توګه په افغانستان غلبه ( هژمونی ) خپل حق ګڼلو.   که څه هم شهید ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د سولی د تأمین په غرض په داؤطلبانه توګه د جمهوری ریاست د مقام څخه استعفا کړی وه او د سیاسی قدرت څخه ګوښه شوی وو خو دښمنانو د هغه په شخصیت کی دا امکان لیدو چې که هغه ژوندې پاتی شي نو افغانان به بیا په هغه راټول شي او د افغانانو د وحدت او د ډاکټر نجیب الله د ډینامیک سیاسی زعامت له کبله به د خارجی مداخله ګرو لاسونه د افغانستان نه لنډ شي.   د تیرو دوو کلونو خونړبو او دردونکو پیښو دا خبره په ډاګه کړه  چې د شهید ډاکټر نجیب الله قاتلان د افغانستان د استقلال، خپلواکۍ او ارضی تمامیت دښمنان دي او د هغوی هدف د افغانستان ټوټی ټوټی کول او اشغالول دی.

د دی نه  علاوه یو څو نور مهم ټګي هم شته، د مثال په توګه په افغانستان کې موجودی تنازعی د بهرنی اړخ د حل کولو د پاره شهید ډاکټر نجیب الله د ملل متحد په نقش ډیر ټینګار کولو او عملا ً یې ملل متحد ته، سره د دغی جهانی موسسی د ټولو محدودیتو او کمبودیو، اساسی نقش سپارلی وو، ځکه چې دا د مسألی د آبرومندانه او قانونی حل یوازنی لاره وه او لاره ده.   خو د افغانستان ځینی هغه ګاونډي هیوادونه چې افغانستان خپل یو ایالت یا مستعمره کڼی، په افغانستان کې د ملل متحد اساسی نقش منلو ته چمتو نه دی.   ملل متحد په وسیله په کلونو کلونو د نورو هیوادونو سره د سیاسی مذاکراتو تر سره کولو وروستو د ډاکټر نجیب الله شخصیت په افغانستان کې د سولی راوستلو د قانونی پروسی یو داسې سمبول یا علامت ګرځیدلی وؤ د چا په موجودګی کې چی د ملل متحد د معیارونو په چوکاټ کې د حل نه سر غړول ممکن نه وؤ.   نو ځکه د افغانستان تاریخی دښمنانو دغه سمبول په فزیکی توګه له مینځه یوړو او دا هم تصادف نه دی چې هغوی دغه جنایت د ملل متحد د حریم په سپین سترګی سره د تخلف له لاری سرته ورسولو.   دا بله خبره ده چې د خپلو تاریخی ضعفونو له کبله ملل متحد تر اوسه د دغو جنایت کوونکو په ضد کوم کوټلی قدم نه دی او چت کړی.   د ډاکټر نجیب الله د ډیر اړخیز شخصیت یو بل اړخ داسې وؤ چې د افغانستان د دښمنانو په سترګو کې ازغی وؤ ،  هغه اړخ د افغانستان د هری یوی برخی د خلکو په مینځ کې د هغه محبوبیت وو.   سره د دی چه هغه د غلجیو پښتنو د احمدزیو د څانګی پر یوی تاریخی درندی او سپیڅلی کورنی پوری تعلق درلود او د پښتون ولس پراخو پرګنو د هغه سره بی کچه مینه لرله خو  د هغه شخصیت د هر قسم نژادی او ژبنی تعصب څخه پاک وو.
     هغه د هر تبعیض نه پرته د ټولو افغانانو چې پکی پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره، بلوچ، نورستانیان، پشه ئیان، او نور ټول شامل دی، خدمت کولو ته خپل ژوند وقف کړی وو.   د افغانستان شمالی سیمو ته د هغه ګڼ شمیر سفرونو په جریان کې چې هغه ځای د خلکو له خوا څنګه تاوده هر کلی او مینی سره مخامخ کیدو د هغی څخه دا خبره دلمر غوندې څرګنده وه چې هغه د ټولو افغانانو اعتماد او مینه لاس ته راوړی وه.   سره د دی چې  پښتو د هغه مورنی ژبه وه خو چې چا په دری ژبه د هغه نطق اوریدلی دی هغوی هیڅ باورنه کوی چې  ډاکټر شهید دری ژبی نه وو.   په داسې حال کې چې خارجی لاس وهونکو او د هغوی محلی ګوډاګیانو ډیر تلاش  وکړو چې د ناوړه توطیو او دسیسو له لاری د ډاکټر نجیب الله د راغورزولو د پاره ملی، نژادی او ژبنی شخړو ته لمن و وهی خو ډاکټر شهید د غازی امان الله خان په شان د سیاسی قدرت نه په داؤطلبانه توګه ګوښه کیدو سره دغه توطئی او دسیسی شنډی کړی. هم دغه وجه ده چې د افغانستان په ګوت ګوټ کې اوسیدونکو دا واقعیت درک کړو چې په موجودو اوضاعو کې ډاکټر نجیب الله یواځینی ملی سیاسي  رهبر وؤ.

بی طرفه او واقعیت بینه سیاسی مشاهدینو دا نظر درلود چې د ډاکټر نجیب الله د سیاسی قدرت څخه د ګوښه کیدو وروسته چې په افغانستان کومه بده ورځ راغله هغی د شهید ډاکټر محبوبیت لاپسی زیات کړو او که چیری په افغانستان کې په آزادانه ډول انتخابات تر سره شوی وای نو بی له شکه د افغانانو مطلق اکثریت به په خپلو رایو سره د ډاکټر نجیب الله څخه پشتیبانی کړی وای.   بهرنی دښمنان په دی ډیر ښه پوهیدل او ځکه یی د افغانانو د دغه محبوب  رهبر له مینځه وړلو ته ملا وتړله.
     ډاکټر نجیب الله له یوی خوا د افغانستان په لرغونی او نوی تاریخ ژور نظر لرلو او له بلی خوا په سیمه ایزو او بین المللی سیاسی او اجتماعی پیښو او پروسو ډیر ښه پوهیده، هغه د هند دنیمی وچی او ایران په چارو کې د یوه متخصص درجه لرله نو ځکه د هغه د ملی روغی جوړی او د سیاسی قدرت د سوله ایز انتقال برنامه هم د افغانانو د ملی هیلو او ګټو ښکار ندوی وه او هم ورسره هغه د یدلیدونکی سیمه ایز او جهانی سیاسی اوضاعو ته ځواب ویونکی وه.  که بهرنیو دسیسو د نو موړی برنامه تخریب کړی نه وای او د ملی روغی جوړی پلان عملی شوی وای، په افغانستان کې یی په سوله ایزه توګه سیاسی قدرت انتقال موندلی وای، د افغانستان د صنعت، اقتصاد او فرهنګ مرکزونه به مصئون پاتی شوی وای، د افغانستان غښتلی او تجربه لرونکی وسله وال ځواکونه به د هیواد د استقلال، خپلواکی او ارضی تمامیت د پاره تضمین ګرځیدلی وی، د دی سره سره په ټوله سیمه کې یونسبی ثبات مینځ ته راغلی وی چې دسیمه ایزی اقتصادی همکاری د پاره به یې مساعده فضا زیږولی وی.  ډاکټر نجیب الله د سیمی وړومبی سیاسی مدبر (Statesman) وو چا چې په ډیره روښانه توګه دسیمه ایزی همکاری نظریه د ټولو جزئیاتو سره یوځای وړاندی ګړی وه.   د هغه په نظر دا به د مرکزی، غربی او جنوبی آسیا د پاره په نړی کې د ساړه جنګ پای ته رسیدو څخه زیږیدونکی منطقی لاره وه کومه چې د جهانی کیدو (Globalisation) په پروسه کی د سیاسی، اقتصادی او فرهنګی نګاه نه خپل جائز مقام لاس ته راوړلو، د خپلو ملی ګټو د خوندی کولو او د خپل هویت د ساتلو دپاره ډیره ضروري وه.

         دسیمی هژمونستی او ماجراجو ځواکونو نه یوازی د افغانستان سوله او ثبات او ارضی تمامیت په خطر کې واچولو  بلکه ددی سره دسیمه ایزی اقتصادی همکاری په لاره کې هم ډیر خندونه ایجاد کړل کوم چې په آخرین تحلیل کې د هیچا په ګټه نه دی.   افغانستان باید بیرته بیا د ملی روغی جوړی لار ونیسی او سیمه باید د همکاری په هکله د ډاکټر نجیب الله دوکترین عملی کړی.
     دا خبره بیخی طبیعی ده چې د افغانستان په هکله په اوسنیو وختونو کې چې څومره سیاسی تحلیلونه یا تاریخی څیړنی کیږی په هغو کې د ډاکټر نجیب الله په باره کې ډیر څه لیکل کیږي.   دهغه مخالفینو دا خبر منلی ده چې د شوروی قواو د وتلونه پس د افغانستان په سیاسی صحنه کې د هغه ډاینامیک (جذاب او محرک)  او زړه ور سیاسی شخصیت او د تفکرخلاقیت او ابتکار نه ډک سیاست یو محوری حیثیت غوره کړی وو.   د هغه سالم، منطقی او معقول سیاسیت اکثره سیاسی مخالفین خلع سلاح کړی وو، د هغو سره وئیلو د پاره څه نه وو اګر چه اوس ځینی کم نظره او تنګ نظره عناصر غواړي چې د تاریخی واقعیتونو په مسخ کولو د ډاکټر نجیب الله نقش او د هغه قوی سیاسی نظر ارزښت کم کړی خو دا یوازی لمر په دوو ګوتو د پتولو ناکامه کوشش دی.   هر سړی په دی پوهیده چې تیکه تیکه شوی او د پردیو د لاس وهنو څخه ژوبل افغانستان ته د ډاکټر نجیب الله د حوصلی، تدبیر، دانائی او حکمت ضرورت وو متأسفانه خپله د افغانانو څخه د افغانستان  تاریخی دښمنان په دی خبره زیات پوهیدل نو ځکه هغوی د هغه د سر دښمنان شوی وو.
     خو دا ډیره د زړه غټاوی خبره ده چې ټول په وطن مئین او نظر لرونکی افغانان او د افغانستان دوستان د شهید  ډاکټر نجیب الله د تاریخی او ملی سیاسی نقش او د هغوی د غنی معنوی میراث په اهمیت پوهیږی.   د ډاکټر نجیب الله ګوټ کې د افغانانو د پروتست او اعتراض مارشونو، غم رازی او بی شمیره پریکړه لیکونو داخبره په اثبات رسولی ده چې په هیواد کې دننه او په نړۍ کې خواره افغانانو نه یوازی د هغه په شهادت دریدلي دي بلکه د هغه د سیاسی او معنوی میراث ته زیات ارزښت قائل دی، هغوی عزم لري چې نه یوازی دغه معنوی میراث خوندی وساتي بلکه هغی ته به وده او انکشاف ورکړي.   ځکه چې دا د یوه سوله ایز، مستقل، خپلواک، سمسور او متمدن افغانستان د جوړولو د پاره یو محکم او ټینګ بنیاد ثابتیدی شي.
     افغانستان د غرونو وطن دی، دغه غرونه د تاریخ په اوږدوکې د بهرنیو یرغلونو او تاړاکنو په ضد د افغانانو  د زړه ورتیا او توری شاهدان پاتی شوي دي.  د خپل وطن د ویاړه ډک تاریخ دیوه اتل بچی په توګه، ډاکټر نجیب الله ددی وړ دی چې په سرلوړۍ او قهرمانۍ کې ورته د هندوکش، پامیر او سلیمان د غرونو سره تشبیه ورکړای شي.
     د ډاکټر نجیب الله شخصیت هم دخپلو سترو او دنګو غرونو په شان ډیر اړخونه لري چه ډیر څه پرې ویل کیدای او لیکل کیدای شي چی که خدای کولو دغه سلسله به ادامه ولري، دلته به دغه کرښی د پښتو په دی لندۍ پای ته ورسو چې وایي :

                                                ستا د ښایست ګلونه ډیر دي    

                                           ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

احمد جاوید "چکری" کابل

0093700884039